د پي ټي آئي بنسټ ایښودونکي عمران خان علي امين ګنډاپور د خېبرپښتونخوا وزيراعلې نومولې دې

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي بنسټ ایښودونکي عمران خان علي امين ګنډاپور د خېبرپښتونخوا وزيراعلې نومولې دې۔

اډياله جيل کښې خبريالانو سره غيررسمي خبرو کښې عمران خان اوويل چې مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم سره به اتحاد نه کوي۔

هغه زياته کړه، کوم کسان چې راوړل شوي هغه د پيسو مينځلو تر ټولو ستر دي، ټاکنې په هېواد کې اقتصادي ثبات راولي، خو دا ټاکنې به په هېواد کې اقتصادي بې ثباتي راولي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وويل دخيبرپښتونخوا وزيراعلي به علي امين ګنډاپور وي.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي باني دخيبرپښتونخوا وزيراعلي لپاره پارټۍ ته هدايات ورکړي دي اؤ ګوند به يې څه موده وروستو نوټيفيکيشن جاري کوي.

Leave a reply