د لاهور هائي کورټ د پنجاب اسمبلۍ څوکۍ باندې د (ن) ليګ مشر حمزه شهباز د بري په ضد دائر درخواست خارج کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د پنجاب اسمبلۍ څوکۍ باندې د (ن) ليګ مشر حمزه شهباز د بري په ضد دائر درخواست خارج کړی دی.
د لاهور هائي کورټ جسټس علي باقر نجفي د محمد خان مدني د درخواست اورېدنه وکړه چې په ترڅ کې درخواست کوونکي وويل چې زه په 1100 ووټونو ماتې خوړم، د فارم 45 له مخې ما ګټلې وه خو په 47 فارم کې حمزه شهباز کامياب اعلان شو.
عریضه کوونکي عدالت ته خواست کړی چې د فارم ۴۵ نتیجې دې جاري کړي.
عدالت د درخواست کوونکي دلائل اوريدو وروستو درخواست خارج کړ او ورته ئي د اليکشن کميشن سره د رجوع کولو هدايت کړے دے۔