د غزې په سیمه کې اسراييلي پوځ په رفح بمباري وکړه چې په نتيجه کې يې ۱۶۴ فلسطينيان شهيدان شول

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د غزې په سیمه کې اسراييلي پوځ په رفح بمباري وکړه چې په نتيجه کې يې ۱۶۴ فلسطينيان شهيدان شول.

د اسراييلو لومړي وزير په رفح کې د ځمکنيو عملياتو د پيل پرېکړه کړې او ويلي يې دي چې په رفح کې به هم حماس نه پرېږدي.

له بلې خوا برتانیې په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو له پرېکړې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې اسراییل څنګه کولای شي د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر پناه ځای رفح برید وکړي؟ رفح ته راغلي فلسطینیان تر دې وړاندې هم ۵-۶ ځلې شړل شوي دي، نو د رفح د وضعیت په اړه جدي اندیښنه شته.
د دې تر څنګ برتانیې هم په فلسطین کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

پر دې سربیره اروپايي ټولنې امریکا ته سپارښتنه کړې چې له اسرائیلو سره پوځي مرستې کمې کړي.

له بلې خوا په خان یونس کې هم د حماس او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ نښتې شوي، چې په ترڅ کې یې القسام بریګیډ د اشغالګرو پوځیانو په برید کې د ۱۰ اسرائیلي پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده.

Leave a reply