د پي ټي ائي مشر لطيف کهوسه چې د لاهور نه د قامي اسمبلۍ غړي منتخب شوي دي ويلي دي چې مونږ به د 50 نورو څوکيو انتظار وکړو او که مونږ 50 څوکۍ ترلاسه کړو نو مونږ به په يواځي حکومت جوړ کړو که نه نو په اپوزيشن کې به کښېنو.
باغی ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره خبرو کې لطيف کهوسه وويل کوم ګوند چې زيات غړي لري هغه ته د حکومت جوړولو بلنه ورکول کيږي.
ده ووئيل زمونږ د ائتلافي حکومت جوړولو تجربه کامياب نه وه، زمونږ ټول غړي د وسيم قادر نه علاوه زمونږ سره ولاړ دي، وسيم قادر تښتول شوے وو، روحيل اصغر د شريف خاندان غړى دے.
لطیف کھوسه وویل، دا د افسوس خبره ده چې هغه ګوند چې تر ټولو زیاتې رایې لري په رسمیت نه پېژندل کېږي، دا لومړۍ ټاکنې دي چې په کې رایه ورکوونکي د نوماندانو او ټاکنیزو نښانونو په لټه کې دي، موږ لوټ او تالان نه کوو. وتښتي، دوی راځي، واک اخلي او له لوټلو وروسته وتښتي.
ياده دې وي چې په عامو انتخاباتو کې د پاکستان د تحريک انصاف په ملاتړ ٩٢ خپلواک کانديدان بريالي شوي دي.