دپيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې زمونږ پرته حکومت نۀ شي جوړيدلى ځکه مونږ غواړو چې بلاول به وزيراعظم وي

باغی ټي وي رپورټ
دپيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې زمونږ پرته حکومت نۀ شي جوړيدلى ځکه مونږ غواړو چې بلاول به وزيراعظم وي.
د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې د پيپلز ګوند مشر فيصل کريم کنډي وويل د پيپلز پارټۍ مشرتابه په دې نظر دی چې بلاول بهټو دې د وزيراعظمۍ څوکۍ ته کانديد شي ځکه چې زمونږ نه بغير څوک د حکومت جوړولو په موقف کې نه دي. تر هغه ځایه چې لیګ پورې اړه لري، د PTI ملاتړ لرونکي خپلواک نوماندان هم شمیرې ګټې لري، مګر هیڅ یو یې د حکومت جوړولو په موقف کې ندي.
ده ووئيل نن ماښام د پارټۍ د سي ای سي غونډه ده چې په هغې كښې به تجويزونه وړاندې كولې شي د هغې ورسته به پرېكړه كولې شي خو زما شخصي مشوره دا ده چې بلاول وزيراعظم نه شي نو ښه ده چې په دې كښې ګډون نه كړو۔ د حکومت او اپوزیسیون کې ناست
فیصل کریم کنډي وویل، په جمهوري حکومتونو کې بیا انتخابات کېدلی شي، خو دا زما شخصي وړاندیز دی، په داسې حال کې چې د تېرو ۱۶ میاشتو تجربه ښه نه ده او د ګوندونو خلک هم په دې اړه اندېښمن دي. په شخصي توګه فکر کوم چې دا زموږ لپاره غوره ده چې په اپوزیسیون کې کښیني.






