د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له څلورو سیاسي ګوندونو څخه ۱۲ ښځو کاندیدانو تکړه او طاقتورو نارینه نوماندانو ته په ماتې ورکولو سره د ملي شورا غړې ټاکل شوې دي

باغي ټي وي رپورټ
د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له څلورو سیاسي ګوندونو څخه ۱۲ ښځو کاندیدانو تکړه او طاقتورو نارینه نوماندانو ته په ماتې ورکولو سره د ملي شورا غړې ټاکل شوې دي.

په دوی کې ۵ ښځې د پي ټي ائي ملاتړي آزاد، ۴ د مسلم ليګ نون، ۲ د پيپلز پارټۍ او يوه د ايم کيو ايم سره ده.

د مريم نواز انيکا بهټي، عائشه جټ او امبر نيازي په ګډون څلور مېرمنې به په لومړي ځل د قومي اسمبلۍ په ايوان کښې په خپلو څوکیو کیښني.
د الېکشن کمېشن د نتايجو له مخې له پېښور نه شندانه ګلزار، له حافظ آباد نه انيکا مهدي بهټي، له واهري نه عائشه نذير جټ، له ليه نه عنبر مجيد نيازي او له ډېره غازي خان څخه زرتاج ګل تر سختې سيالۍ وروسته بريالي شوي دي.

د مسلم ليګ (ن) سره تعلق لرونکې زنانه د سيالکوټ نه مخالف اميدوار نوشين افتخار، لاهور نه مريم نواز، ننکانه صاحب نه شازرا منصب او وهاري نه تهمينه دولتانه ته په ماتې ورکولو سره کور ته رسيدلي دي.

په سندهـ کې هم درې زنانه تر مقابلې وروسته بريالي شوي دي چې پکې د پيپلز پارټۍ شازيه مري د سنګر نه او نفيسه شاه له خيرپوره او د کراچۍ نه د ايم کيو ايم آسيه اسحاق ګټلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版