پاکستان کښې ۱۲م خل عامې ټاکنې، آزاد امیدوارانو ۹۲ او پي ایم ایل ن ۷۷ د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلي دي

0
94

باغی ټي وي ربورټ
د ۲۰۲۴ کال د عامو انتخاباتو د نیمګړو او غیر رسمي نتیجو له مخې د تحریک انصاف ملاتړي آزاد کاندیدان په قومي اسمبلۍ کې د ۹۲ څوکیو سره مخکې دي، په داسې حال کې چې مسلم لیګ ن ۷۷ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

د دې تر څنګ متحده قومي موومنټ پاکستان ۱۷ څوکۍ، نورو خپلواکو نوماندانو ۶ څوکۍ، مسلم لیګ (ق) ۳ څوکۍ، جمعیت علما اسلام ۴ څوکۍ، استحکام پاکستان ګوند ۲ څوکۍ او مجلس وحدت المسلمین یوه څوکۍ ترلاسه کړې ده.
د فبرورۍ په اتمه په ترسره شوو انتخاباتو کې چې پکې لویې ناندرۍ وشوې، د مختلفو سیاسي ګوندونو مشران هم وګټل.

د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د لاهور نه د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 130 نه د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي آزاد اميدوار ډاکټر ياسمين راشد ته ماتې ورکړه.

د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د قامي اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې، هغه د قامي اسمبلۍ حلقو اين اے 194 لاڑکانہ او اين اے 196 قمبر شهدادکوټ نه ګټلې دي۔

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مینګل ډلې مشر سردار اختر مینګل د قومي اسمبلۍ حلقه این اے ۲۵۶ خضدار نه کامیاب شو.د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پشین حلقه این اے ۲۵۶ نه کامیاب شو.
د صوبايي اسمبلۍ د څوکیو حالت
د سندهـ اسمبلۍ د ټولو 130 څوکيو نتيجې مخې ته راغلې دي چې پکې پيپلز پارټۍ د 84 چوکيو په ترلاسه کولو سره د حکومت جوړولو په دريځ کې راغلې ده په داسې حال کې چې مسلم ليګ (ن) د حکومت جوړولو څخه څو قدمه لرې ده. پنجاب د ۱۳۱ څوکیو په لرلو سره تر ټولو لوی ګوند بلل شوی، ۱۲۶ خپلواک نوماندان هم ګټلي دي، په داسې حال کې چې پیپلز ګوند هم ۱۰ څوکۍ ګټلې دي.

که د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ خبره وکړو نو د 113 څوکیو څخه د 111 سیټونو پایلې مخې ته راغلي دي چې پکې په 90 څوکیو کې آزاد امیدواران اعلان شوي دي په داسې حال کې چې جے یو آئی 7، مسلم لیګ (ن) 5 او جماعت اسلامي او پیپلز پارټۍ په 5 چوکو خپل امیدواران دي. 4، 4 څوکۍ، هغې بریالۍ شوه.
د بلوچستان اسمبلۍ له ۵۱ څوکیو څخه د ۴۴ څوکیو د پایلو له مخې پیپلز ګوند ۱۱ څوکۍ ګټلې دي، مسلم لیګ نون ۹ او جے یو آئی ۸ څوکۍ ګټلې دي. بلوچستان عوامي ګوند ۴، عوامي نېشنل ګوند او نېشنل ګوند هم ۲، ۲ څوکۍ ګټلي، ۵ خپلواک نوماندان هم بریالي شوي دي.

Leave a reply