محمد عدنان خان قادري په پي کې ۶۹ کښې ۲۵۰۲۸ رای اخستو سره په اول نمبر دې

محمد عدنان خان قادري په ملاګورو سیمه کښې هم د زیاتو ووټونو اخستلو سره د پي ایم ایل ن امیدوار شفیق شیر افریدی ته ماتې ورکړې ده
0
874

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر پي کې ۶۹ ( لنډي کوتل ، بازار ذخه خیل ، لو شلمان، ملاګوري، لوی شملمان) غیر حمتمی او غیرسرکاري نتیجې مخې ته راغلي دي.

د پخواني وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري وراره او آزاد امیدوار علامه محمد عدنان قادري پینځه ویشت زره او اته ویشت رای اخستو سره په اول نمبر دې.
د غیرسرکاری نتیجې ترمخه د پی ایم ایل ن امیدوار او پخوانۍ ایم پي اې شفیق شیر افریدي لس زره ، یو سل او څلور ووټونو اخستو سره په دویم نمبر راغلې دې.
باید اویل شی چې دا نتیجه غیر حتمی او غیر سرکاري دي او د بازار ذخه خیل او یو شمیر نور پولنګ مرکزونو نتیجې نه دي خپرې شوی.
دا همه ده چې په لنډي کوتل این اې پی کې ۶۹ کښې ټول د رای اچوونې مرکزونه ۳۴۲ درې سوه او دوه څلویښت دي.
ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې محمد عدنان قادري په ملاګورو سیمه کښې هم 4728 رای اخستو سره شفیق شیر افریدي ته ماتې ورکړي ده، د پي ایم ایل ن امیدوار شفیق شیر په دې سیمه کښې د غیرسرکاري نتیجې ترمخه 939 ووټونه اخستي دي.

Leave a reply