سرپرست وزیر انوارالحق کاکړ وايي، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستلو شواهد یې له افغان حکومت سره شریک کړي او ځینې ستونزې یې هم منلې دي

0
34

باغی ټي وي رپورټ
سرپرست وزیر انوارالحق کاکړ وايي، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستلو شواهد یې له افغان حکومت سره شریک کړي او ځینې ستونزې یې هم منلې دي.

افغان رسنیو ته په یوه مرکه کې سرپرست وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، زموږ پوځ او استخباراتو له افغان حکومت سره شواهد شریک کړي، موږ هېڅکله هم پر افغان حکومت د پاکستان په زیان نه دی تورن کړی، زه اوس هم وایم چې افغانستان پاکستان لپاره یو ګواښ دی.
سرپرست وزیر انوارالحق کاکړ وویل چې زما په شخصي نظر افغان حکومت ته باید ډیر وخت ورکړل شي، ډیر وخت دې ورکړل شي چې افغان حکومت وکولای شي د افغانستان ټوله سیمه کنټرول کړي، د اسلامي دولت امارت لا تر اوسه په ټول هیواد کې نه لیدل کیږي.

Leave a reply