پاکستان هیواد کښې په دولسم ځل او د هیواد په تاریخ کې تر ټولو لوی عام ټاکنو لپاره د رای اچونې بهیر پیل شوې دې

په قبایلي سیمه لنډي کوتل کښې یو شمیر ځوانان د بنیادي ژوند سهولتونو له نشتوالي له وجهې احتجاجی پرلت پیل کړي دي
0
41

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان هیواد په دولسمې ځل او د هیواد په تاریخ کې تر ټولو لوی عام ټاکنو لپاره د رای اچونې بهیر پیل شوې دې. په قبایلي سیمو کښې هم رای اچونه دوام لري خو ویل کیږي دا ځل رای ورکوونکي په کم شمیر کښې رای اچوي.

د عامو انتخاباتو په مهال د قامي او څلور صوبائي اسمبلۍ 855 حلقو لپاره د 882 زنانه او 4 نرښځیانو په شمول د ملک په تاریخ کښې تر ټولو زیات امیدواران برخه اخلي چې شمیره ئي 17816 ده.

د عامو انتخاباتو لپاره د روانې پولنګ په مهال به نن 12 کروړه 85 لاکه 85 زره 760 ووټران د ووټ ورکولو حق استعمالولی شي.
د اليکشن کميشن ترمخه ووټرانو ته به د قومي اسمبلۍ لپاره شین بيلټ پيپر او د صوبائي اسمبلئ لپاره سپين بيلټ پيپر ورکول کيږي۔

د ټاکنو کمېسیون وايي، په څلورو ټاکنیزو حوزو کې د نوماندانو د مړینې له امله ټاکنې ځنډول شوې دي.

د موبايل او انټرنيټ خدمتونه بند شوي دي
د رای اچونې بهیر له پیلیدو مخکې په بیلا بیلو ښارونو کې د انټرنیټ او موبایل ټیلیفون خدمات ځنډول شوي وو. په قبایلي سیمو ضلع خیبر، لنډي کوتل او یو شمیر نورو قبایلي سیمو کښې هم د موبایل او انټرنیټ سروس بند شوې دې.

پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه لنډي کوتل سیمه کښې ځایی ځوانانو احتجاجي پرلت پیل کړي دي، اختر علي شینواري چې د پرلت مشری کوی وایی چې اولس له بنیادي ژوند سهولتونو څخه بې برخه دې، دوی اوویل چې احتجاجي پرلت به ی دوام وکړي، زیاته ی کړه چې که څوک په دې ټاکنو کښې وټاکل شی نو له هغوی څخه به هم دا غوښتنه وکړي چې د لنډي کوتل اولس ته دې بنیادي د ژوند سهولتونه اوبو، تعلیم او د بجلۍ سهولت ورکړل شي.

Leave a reply