په ټول ملک کې د فرورۍ په اتمه نيټه ترسره کيدونکې عامو انتخاباتو لپاره پريزيډينګ افسرانو او پولنګ عملې ته د انتخابي موادو رسولو عمل شروع شوے دے

باغی ټي وي رپورټ
په ټول ملک کې د فرورۍ په اتمه نيټه ترسره کيدونکې عامو انتخاباتو لپاره پريزيډينګ افسرانو او پولنګ عملې ته د انتخابي موادو رسولو عمل شروع شوے دے۔
ملتان کې د قومي اسمبلۍ د 6 حلقو او د صوبايي اسمبلۍ د 12 حلقو پریزائیڈنګ افسرانو ته د پولنګ سامان رسولو لپاره درې مرکزونه جوړ کړل شوي دي.
د اين اے 148، اين اے 149، اين اے 150 او اين اے 151 د پرزائډنګ آفسرانو د ملتان پبلک سکول نه سپلائي كولے شوے دے۔
د ضلعي ريټرننګ افسر وينا ده چي د پولنګ مواد په کلک حفاظت کښي پريزائيډنګ افسرانو ته رسول کيږي، پولنګ سټيشنو ته د پولنګ مواد د پوليس تر حفاظت لاندي رسولي کيږي، د پولنګ سامان رسولو عمل به ماښام شپږ بجو پوري مکمل کړے شي۔
د ټاکنو کمېسیون: له ۱۲۸،۵ میلیونو ډېر خلک به رایه ورکړي
د پاکستان د ټاکنو کمېشن ترمخه په ټول ملک کې ۹۰ زره ۶۷۵ پولنګ سټېشنونه او ۲۶۶ زره ۳۹۸ پولنګ بوتھونه جوړ کړی شوي چې خلک د ووټ حق استعمالولی شي او په دې لړ کې به خلک د ووټ استعمال کولی شي.
د فرورۍ په اتمه د پولنګ لپاره به 14 لاکه 90 زره انتخابي عملې وظيفې سرته رسوي، د هرې حلقې غيرسرکاري نتيجې به د ريټرنګ افسرانو د دفترونو نه جاري کولې شي۔
د اليکشن کميشن ترمخه د قامي اسمبلۍ په 141 او د صوبائي اسمبلۍ په 297 سيټونو به 7 کروړه 32 لاکه 7 زره 896 ووټران د خپل نمائنده انتخاب لپاره د ووټ حق استعمالوي۔
د سندهـ نه به د قامي اسمبلۍ په 61 او د صوبائي اسمبلۍ په 130 څوکیو دوه کروړه 69 لاکه 94 زره 769 ووټران د خپلې خوښې امیدواران انتخابوي.
د صوبې دوه کروړه 19 لاکه 28 زره 119 رجسټرډ ووټران به د خېبرپښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ په 45 او د صوبائي اسمبلۍ په 115 څوکیو د ووټ حق استعمالولی شي.
د بلوچستان د قامي اسمبلۍ په ۱۶ او د صوبايي اسمبلۍ په ۵۱ څوکیو به ۵۳ لاکه ۷۱ زره ۹۴۷ ووټران د ووټ حق استعمالوي.






