خیبر پښتونخوا کښې به کوم ګوند ډیرې څوکې وګټي؟ تینک ټینک فورم خپله سروې خپره کړې ده
نصیب شاه شینواري
په داسې وخت کښې چې په ملک کښې ۱۲ م ځل لپاره عامې ټاکنې ترسره کیږي یوې مشهورې د سروې کولو ادارې تینک ټینک فورم خپله یوه سروې خپره کړې ده.
په سروې کښې وایی چې د پاکستان تحریک انصاف ووټران شکمن شوي او مایوسه شوي دي چې د عمران خان په نامه ووټ اخستونکي امیدواران به جمعیت علمای اسلام ف او د پرویز خټک ګوند پی ټي ایی پارلیمنټیرین ته لاړ شي.
د سروې تر مخه داسې ویل کیږي چې په صوبه کښې به زیاتې څوکې د جمعیت علمای اسلام ف او د پی ټي ایی پارلیمنټیرین(پرویز خټک ګوند) په برخه کښې راشي.
د خیبر ضلعې په اړه د تینک ټینک فورم دا سروې وایی چې ۴۰ فیصده خلقو رای ده چې د این اې ۲۷ او پی کې ۶۹ د قامي او صوبایی اسمبلۍ سیټ به پاکستان مسلم لیګ ن وګټي او دغه شان ۲۵ سلنه دا سروې ښایی چې آزاد امیدواران به رای واخلي .
ضلع خیبر کښې د نورو ګوندونو امیدوارانو په اړه دا سروې وایی چې ای این پی به ۱۰ فیصده، جې یو آیی ف ۱۲ فیصده، پي پي پی ۳ فیصده او د جماعت اسلامي په اړه هم د لسو ۱۰ فیصده رای اخستلو ویل شوي دي.
د عوامي نیشنل ګوند په اړه وایی چې په خیبر کښې ۱۰ سلنه خلق دې ګوند ته رای ورکوی چې دا ډیره کمه ده او دغه شاه به دې ضلع کښې د پاکستان مسلم لیګ ن امیدواران بریالي شي.
د ضلع خیبر این اې ۲۷ څخه د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند باني د پي ایم ایل ن په نمایندګۍ په ټاکنو کښې برخه اخلی او هم ددې امیدوار وراره او پخوانۍ ایم پی اې شفیق شیر افریدی هم د پاکستان مسلم لیګ ن په ټکټ د پي کې ۶۹ نه په ټاکنو کښې برخه اخلي.
ددې سروې ترمخه د مهمندو ضلعې په ایی اې ۲۶ کښې ۳۵ سلنه رای داسې راغلي چې د جمعیت علمای اسلام ف ګوند به څوکۍ وګټي او ۳۰ فیصده رای وایی چې آزاد امیدواران به کامیاب شی .
دا سروې د شمالي وزیرستان این اې ۴۰ په اړه هم وایی چې ۴۰ فیصده اولس رای ده چې زیات ووټونه به جمعیت علمای اسلام ف واخلي.
د صوابۍ او پیښور په بعضې سیمو کښې د قامي اسمبلۍ د څوکیو په اړه وایی چې په دې سیمو کښې به عوامي نیشنل ګوند زیاتې رای ترلاسه کړي ،دغه شان د پیښور ۳ د این اې ۳۰ په اړه دا سروې وایی چې ۳۵ فیصده رای وایی چې زیاتې رای به جمعیت علمای اسلام ف واخلی او ۲۵ سلنه رای وایی چې آزاد امیدواران به کامیاب شي.