د هند فوځ ترهګري، په مقبوضه کشمير کې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵ مه د هند د ناقانونه اقداماتو راهيسي د هند پوځ ۸۵۷ کشميريان شهيدان کړي دي
باغی ټي وي ربورټ
په مقبوضه کشمير کې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵ مه د هند د ناقانونه اقداماتو راهيسي د هند پوځ ۸۵۷ کشميريان شهيدان کړي دي.
د كشمير ميډيا سروس د رپورټ له مخې په شهيدانو كښې 17 ښځې او 28 تنكي ځوانان شامل دي۔
د راپور له مخې، هند په مقبوضه كشمير كې د كشميري ځوانانو نسل وژنه كوي، هند مقبوضه دره په خلاص زندان بدله كړې، د كشميريانو د شتمنيو غصبول د هند د حكومت يو معمول ګرځېدلی، د كشميريانو په زور له دولتي دندو شړل كېږي.
په مقبوضه وادي کې د مطبوعاتو پر ازادۍ بندیزونه او د خبریالانو نیول هم دوام لري.
د كشمير ميډيا سروس له مخې په مقبوضه وادي كښې د هند وحشیانه اقدامات د نړيوالې ټولنې لپاره يو جدي چيلنج دے، د دې اقدام مقصد د وادي د مسلمانانو د اکثريت حيثيت بدلول دي۔
د یادونې وړ ده چې هند د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵ مه د مقبوضه کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ.