قبایلي سیمو کښې هم د کشمیریانو سره د یو والي ورځ ونمانځل شوه

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر ضلعې په لنډي کوتل تحصيل کمپاؤنډ کښي د ضلعي انتظاميي تر سيوري لاندي د کشمير يووالي ورځي په مناسبت يوه دستوره تابیا شوه وه.
د ضلعي انتظاميې ايډيشنل اسسټنټ کمشنر رميز علي شاه، ايډيشنل ايس ايچ او ملک تيمور آفريدي، ايډيشنل ايس ايچ او ملک زينت آفريدي، ايډيشنل ايس ايچ او جاويد شلماني او د ټي ايم اے نورو اعلي چارواکو په لنډي کوتل تحصيل کمپاؤنډ کښي د کشمير يووالي ورځې په مناسبت په ریلي کښې ګډون اوکړو۔
د کشمیریانو سره د یو والي په دې ورځ کښې د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګډون ځایی مشرانو او ځوانانو هم ګډون وکړو او د کشمیري مسلمانانو سره ی د یو والي او خواخوږې څرګندونه وکړه.
د ریلي ګډون کوونکو په کشمیر کښې د هندي ځواکونو په مسلمانانو باندې ظلمونو او زور زیاتې په سختو ټکو کښې وغندل.
د کشمیریانو سره د یووالي د ورځې په لاریون کې برخه والو د “پاکستان زنده باد” شعارونه پورته کړل او د داسې غږونه ی هم پورته کړل چې کشمیر به پاکستان جوړیږي. .
وروسته دا ريلي د لنډي كوتل بازار سوزوكي سټېنډ ته ورسيده، د ريلي په اخر كښې د هېواد د سلامتيا او د كشميري مسلمانانو لپاره ځانګړې دعاګانې هم وشوې او د هند حکومت له لوري په کشمیریانو ظلمونه او زور زیاتۍ ی په سختو ټکو کښې وغندل.
…………………….





