ډيره اسماعيل خان (ډي آئي خان) کې دپوليسو په مرکز دترهګرو په بريد کې 10 اهلکار شهيدان او 6 ژوبل شوي دي

0
86

باغی ټي وي رپورټ
ډيره اسماعيل خان (ډي آئي خان) کې دپوليسو په مرکز دترهګرو په بريد کې 10 اهلکار شهيدان او 6 ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه نامعلومو وسله والو تيره شپه دډي آئي خان تحصيل درابان پوليس سټيشن باندې بريد کړى دى.

په دغه تروريستي بريد کې لس تنه پوليس شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د راپورونو له مخې تر پېښې وروسته ترهګر په تېښته بريالي شوي، پوليسو او امنيتي ځواکونو د ترهګرو د موندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

په بريد کې د شهيد شوي پوليس اهلکارو د جنازې لمونځ به د اعجاز شهيد پوليس لائن کښې ادا کيږي۔

Leave a reply