که خلک انتها خوښی او ناامنۍ ختمول غواړي، نو د اې این پي ملاتړ دې وکړي: ایمل ولي خان

باغی ټي وي ربورټ
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، که خلک انتها خوښی او ناامنۍ ختمول غواړي، نو د اې این پي ملاتړ دې وکړي.

په چارسده او اتمانزو کې جلسې ته په وينا کې ايمل ولي وويل چې ډيرو خلکو غوښتل چې زه دانتخاباتي کمپاين لپاره بهر نه ځم، د مرګ ګواښونه هم راورسيدل خو مونږ د ژوند پروا پرته انتخاباتي کمپاين پرمخ يووړ.

د ای این پي مشر وویل د خدای شکر دی چې زما انتخاباتي کمپاین پرامنه و، زه د ټاکنو په ورځ سوله ییز چاپیریال غواړم، زه له ټولو نوماندانو غوښتنه کوم چې د ټاکنو په ورځ سوله ییز وي.

هغه وويل، که خلک د افراطيت او ناامنۍ ختمول غواړي، نو د ANP ملاتړ وکړئ، که تاسو يوازې د لمانځه لپاره رايه غواړئ، نو مولانا ورکړئ.

ایمل ویلی له دې وړاندې په خپلو خبرو کې ویلی و، چې که چا خپل چلند بدل کړ، موږ هم پوهیږو، چې څنګه چلند ورسره وکړو، د خدمت لپاره هیڅ وزارت ته اړتیا نه لرو، کتاب ته رایه ورکولو سره جنت او دوزخ نه میلاویږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文