د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د پي ټي آئي باني مشر عمران خان د نوم اخستو نه بغير يو وائرسي مرض بللې دې
باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د پي ټي آئي باني مشر عمران خان د نوم اخستو نه بغير يو وائرسي مرض بللې دې۔
د خالي په ورځ په ګوجرانواله کې يوې جلسې ته په وينا کې مريم نواز وويل، کومه ناروغي چې په ګوجرانواله کې له ٥-٧ کلونو راهسې په چټکۍ سره روانه وه اوس د تل لپاره ختمه شوې ده.
هغې وويل نوازشريف ته يې ويل غوښتل چې ته څلور کاله په ملک کې نۀ وې نو گوجرانواله مو نه پريښوده، کومه وائرسي ناروغي چې راغلې وه هغه په لمړي ځل د گوجرانواله نه وتلې وه.
مريم نواز وئيلي دي چې مسلم ليګ ن به د فرورۍ په اتمه نيټه د گوجرانواله له 20 څخه 20 سيټونه وګټي. که نوازشريف د يو کروړ نوکرو وعده کړې وي نو يو کروړه کار به ورکوي.
هغه وويل که نوازشريف دپنځوؤ لکو کورونو ورکولو وعده کړې وه هغه به ورکوي، نوازشريف ژمنه کړې وه چې هيڅوک به بې روزګاره نۀ کوي نو هغه وعده به پوره کوي، دګوجرانواله خلکو! راځئ چې د انتقام سیاست له منځه یوسو او د خدمت سیاست پیل کړو.