وفاقي کابينې د١٣ لاکه غيرقانوني مهاجرينو د اوسيدو موده غځولو منظوري ورکړې
باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت په پاکستان کې د غير قانوني کډوالو په اړه مهمه پرېکړه کړې ده.
دسرچينو ترمخه وفاقي کابينې د١٣ لاکه غيرقانوني مهاجرينو د اوسيدو موده غځولو منظوري ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې چې د اقامت د کارت د مودې غځولو منظوري د سيفران وزارت په سمري کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر مارچ 2024 پورې غځول شوې ده.
سرچينې وائي دکابينې ډويژن تر دې وړاندې دصفران دوزارت سمري په اعتراض سره بيرته اخستې وه خو دافغانستان اړوند دکوارډينيشن سيل په سفارش دغيرقانوني مهاجرينو دپاتې مودې غځولو فيصله شوې وه.
د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده.