په لال حويلي کې د مې د نهمې نيټې پلان جوړ شوې وو، واثق قيوم او صداقت عباسي وعده معاف شاهدان شول

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د باني عمران خان او د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد په ضد د مئي په نهمه مقدمې کښې د پي ټي آئي د پنجاب اسمبلۍ پخوانې سپيکر او د قامي اسمبلۍ پخوانې غړې وعده معاف ګواه شوې دې.

سرچينې وائي چې دپنجاب اسمبلۍ پخوانى سپيکر واثق قيوم، دقومي اسمبلۍ پخوانى غړى صداقت عباسي اؤ عمر تنوير بټ دقضيې شاهدان شوي دي.

دسرچينو ترمخه صداقت عباسي، واثق قيوم اؤ عمر تنوير بټ په عدالت کې 154 بيانونه ريکارډ کړي دي.

سرچينې وائي چې دقومي اسمبلۍ حلقه اين اے 53 څخه دپي ټي ائي ملاتړي کانديد اجمل صابر هم دشيخ رشيد په ضد گواه شوى دى.
اجمل صابر په خپل بیان کې ویلي چې شیخ رشید د مۍ په شپږمه په لال حویلی کې غونډه رابللې وه چې پکې د مې د نهمې نېټې د پېښو پلان جوړ شوی و.

عیني شاهدانو په خپلو بیانونو کې ویلي چې د می د نهمې پیښې د شیخ رشید، راجا بشارت، راشد شفیق، اعجاز خان، راشد حفیظ او د تحریک انصاف بانی عمران خان په امر پلان شوې وې.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي ملاتړي اميدوار اجمل صابر دا وخت د نهم مئ په مقدمو کښي د پوليس په توقيف کښي دے

د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان، شيخ رشيد او راشد شفيق د فرورۍ په شپږمه نيټه طلب کړي دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文