جماعت اسلامي دې پوهيږي چې که ډيکټيټر را نه شي او دوی ته امر و نه کړي نو په حکومت کې د ناستي چانس نشته: بلاول بوټو

0
141

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په جماعت اسلامي باندې نیوکې کړی دي او وئيلي يې دي چې جماعت اسلامي په دې پوهيږي چې که ډيکټيټر را نه شي او دوی ته امر و نه کړي نو په حکومت کې د ناستي چانس نشته .

په جیکب آباد کښې د پریس کانفرنس په مهال بلاول بهټو اوویل چې جماعت اسلامی د ضیاالحق په کومه طریقه ملاتړ کړی دې خلکو تر اوسه خپله خطا نه ده بخښلې.

ده ووئيل چې د پاكستان اولس د لويو ستونزو په اړه يې خپل منشور جوړ كړے دے٬ كه زمونږ وفاقي حكومت جوړ شي نو د خلقو عايد به دوه چنده شي۔

هغه وویل، دوی په پاکستان کې درې میلیونه کورونه جوړول غواړي، ښځو ته به له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره بې سود پورونه ورکوي، بزګرانو ته به هاري کارت او ځوانانو ته د ځوانانو کارت ورکوي.

هغه زياته کړه، چې د لوږې د له منځه وړلو پروګرام له مخې به له لوږې سره مبارزه کېږي، په هره ولسوالۍ کې به پوهنتونونه جوړېږي، له اشرافو څخه به سبسډي لرې کېږي.

بلاول بهټو د صوبې له خلکو غوښتنه وکړه چې زه غوڅ اکثريت غواړم، که د اپوزيسيون کانديدان وګټي نو زما لپاره به کار کول ستونزمن وي، اجازه راکړئ چې زما کانديدان په غوڅ اکثريت سره بريالي کړي.

بلاول وويل چې د لوډشيډنګ ختمولو دعوې کيږي خو دلته نه په کال 2013 کې لوډشيډنګ ختم شو او نه اوس هم کيږي.
بلاول بهټو دعوه کړې چې په اتم فبرورۍ به د غشو باران وي، زمونږ حکومت کښې به د سولر په ذریعه ۳۰۰ یونټ بجلي مفت ورکول کیږي.

Leave a reply