د پاکستان تحريک انصاف پارليمیمنټیرنز مشر پرويز خټک وئيلي دي چي عمران خان ته د خپل غرور او تکبر سزا ورکړل شوه۔

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف پارليمیمنټیرنز مشر پرويز خټک وئيلي دي چي عمران خان ته د خپل غرور او تکبر سزا ورکړل شوه۔
په نوښار کې انتخابي جلسې ته په وينا کې پرويز خټک وويل د پي ټي ائي د باني عمران خان مقصد غربت ختمول نۀ بلکې د غريبانو د غريبۍ کول دي.
هغه وويل، چې تېرو حکومتونو د پورونو په اخيستو سره هېواد وران کړ.
د عمران خان د سزا په اړه پروېز خټک وويل د پي ټي ائي باني ته د غرور او تکبر سزا ورکړل شوې، هغه پخپله د سایفر مقدمې د سزا ذمه وار دى.
عمران خان او شاه محمود ته دسایفر په مقدمه کې د لس، لس کاله بند سزا اورول شوې
د يادونې وړ ده چې د سپېشل آفيشل سيکرېټ ايکټ عدالت نن د پاکستان تحريک انصاف باني عمران خان او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي ته د سيفر په مقدمه کښې د لس کاله بند سزا اورولې ده.





