د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر خواجه اصف وئيلي دي چې د سایفر په مقدمه کې ثبوتونه ډېر کلک او بنیادي دي
باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر خواجه اصف وئيلي دي چې د سایفر په مقدمه کې ثبوتونه ډېر کلک او بنیادي دي.
د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال نوموړي وويل چې د نواز شريف په قضيه کې موقعه نه وه ورکړل شوی، د هغه مقدمه په سپريم کورټ کې روانه وه ، د پي ټي آئي باني به هائي کورټ ته ځي او اپيل به کوي.
خواجه اصف ویلي، نواز شریف ته د استیناف موقع هم نه ده ورکړل شوې، د پي ټي ايي بنسټګر ته ټول حقونه ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې د پي ټي ايي بنسټ ايښودونکو وکيلانو له ټاکنو څو ورځې مخکې د پرېکړې د راوستلو لپاره له ځنډه کار اخلي. ښايي د ټاکنو په نېږدې کېدو سره د کوم هدف لپاره کار وشي.
ياده دي وي چي مسلم ليګ ن د سيفران کيس کښي د پي ټي آئي باني د سزا هرکلے کړے دے۔
له فیصلې وروسته جیو نیوز سره په خبرو کې د مسلم لیګ (ن) پنجاب صدر رانا ثناءالله وویل چې د سیفر په مقدمه کې سزا باید وه او سزا یوازې د عدالتي عمل له لارې ورکول کېده.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي باني يو پټ سند او متن يې عام كړو او د هغه په بنياد يې ټول اپوزيشن د غدارۍ مرتکب اعلان کړې وو.