سترې محکمې د بي اين پي مشر اختر مينګل ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.

0
85

باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې د بي اين پي مشر اختر مينګل ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.

د چیف جسټس قاضي فائز عیسی په مشرۍ کې درې کسیزه بنچ د اختر مینګل د نامزدګۍ کاغذونو منظورۍ خلاف د اپیل اورېدنه وکړه چې پکې د اعتراض کوونکي په استازیتوب وکیل سلطان احمد عدالت ته حاضر شو.

د اورېدنې په مهال عدالت وويل چې ياسر احمد د اختر مينګل د نامزدګۍ کاغذونو د منظورۍ په ضد اپيل دائر کړی ؤ، ريټرننګ افسر د اختر مينګل د نامزدګۍ کاغذونه رد کړي وو، اليکشن ټربيونل د آرو فيصله رد کړې وه او د نامزدګۍ کاغذونه يې منلي وو، عدالت د اليکشن ټربيونل فيصله رد کړې ده، فيصله برقراره ده، اخترمينګل د فرورۍ په اتمه عام انتخاباتو کښې اميدوار دے، عدالت د اختر مينګل د نامزدګۍ کاغذونو منظوري خلاف اپيل مسترد کړے دے۔

محکمې ویلي چې ستره محکمه دې د انتخاباتو د حقایقو په اړه په قضیو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

سپريم کورټ د هائي کورټ د فيصلې خلاف اپيل خارج کړے او د بي اين پي مشر اختر مينګل ته ئي په عام انتخاباتو کښي د ګډون اجازت ورکړے دے۔

Leave a reply