د ټاکنو کمېسیون په ټول هېواد کې د انتخابي سټیشنو د نارمل، حساسو او خورا حساسو مرکزونو ارقام خپاره کړل

باغی ټي وي رپورټ
د ټاکنو کمېسیون په ټول هېواد کې د انتخابي سټیشنو د نارمل، حساسو او خورا حساسو مرکزونو ارقام خپاره کړل.
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې د فرورۍ په اتمه نيټې د عامو انتخاباتو لپاره ټول ملک کښې د پولنګ سټيشنو شميره 90 زره 675 ده۔
د الېکشن کمېشن ترمخه په ټول ملک کې د عامو پولنګ سټېشنونو شمېر ۴۴ زره ۶۱۰ دی، چې ۲۷ زره ۶۲۸ پولنګ سټېشنونه حساس او ۱۸ زره ۴۳۷ ډېر حساس دي.
د الېکشن کمېشن ترمخه پنجاب کښې 32 زره 324 نارمل، 12 زره 580 حساس او 6 زره 40 حساس پولنګ سټېشنونه دي۔
په سندهـ کې ۵ زره ۹۳۷ نارمل، ۶ زره ۵۴۵ حساس او ۶ زره ۵۲۴ ډېر حساس پولنګ سټېشنونه دي، په خېبر پښتونخوا کې ۵ زره ۳۸۸ نارمل، ۶ زره ۱۶۶ حساس او ۴ زره ۱۴۳ ډېر حساس پولنګ سټېشنونه دي.
د الېشکين کمېشن ترمخه بلوچستان کې ۹۶۱ نورمال، دوه زره ۳۳۷ حساس او يو زره ۷۳۰ ډېر حساس پولنګ سټېشنونه دي.






