د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په خبرو کې د دواړو هېوادونو د امنیت او حاکمیت د درناوي په اړه موافقه شوې ده

0
237

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په خبرو کې د دواړو هېوادونو د امنیت او حاکمیت د درناوي په اړه موافقه شوې ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني په اسلام اباد کې له خپل ایراني سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، ایران د پاکستان دوست او ګاونډی دی او له ایراني پلاوي سره له اوږدې مودې راهیسې کلتوري، مذهبي او ورورولي اړیکې لري او د دوه اړخیزو ګټو په بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، د ایران او پاکستان اړیکې د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره مهمې دي، پاکستان غواړي له ایران سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي، د تروریستانو پر وړاندې د کلکو اقداماتو اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، د پاکستان امنیت زموږ لپاره لومړیتوب دی، ترهګرو ایران ته ډېر زیان اړولی، ایران او پاکستان به ترهګرو ته هېڅ موقع ورنکړي، په ګډه پوله ترهګر د دواړو هېوادونو امنیت ته ګواښ دی.

امیر عبداللهیان وویل، موږ د پاکستان امنیت ته د ایران او سیمې د امنیت په سترګه ګورو، په پاکستان او ایران کې د ترهګرۍ له امله ډېر خلک شهیدان شوي، له شک پرته ترهګر د پاکستان او ایران په ګډه پوله کې د دریم هیواد په استازیتوب ترهګری کوي.

Leave a reply