که مسلم ليګ (ن) حکومت ترلاسه کړو نو زمونږ ترجيح به صرف معيشت، معيشت او صرف معیشت وي: اسحاق ډار
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او د خزانې پخواني وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې که مسلم ليګ (ن) حکومت ترلاسه کړو نو زمونږ ترجيح به صرف معيشت، معيشت او صرف معیشت وي۔
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په وخت اسحاق ډار وويل که ساده اکثريت وي او بيا سازش نه وي نو د کوم فشار نه به کار کوي.
ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په منشور كښې داسې كوم هدف نه دې وركړې كوم چې پرې عمل نه شي كولې، په 22 مياشتو كښې به د انفليشن شرح لس فيصده نه كمه كړې شي، د ډالر قدر بايد 250 روپۍ وي۔
هغه وويل صوبايي حکومتونه که وغواړي دخپلې بجټ څخه مصرف کوونکو ته وړيا بجلي ورکولى شي.کله چې دبلاول څخه دمسلم ليګ (ن) په مشر دتندلارو په اړه پوښتنه وشوه نو اسحاق ډار وويل بلاول زما دزوې په شان دى.
ده ووئيل چې په پارليمنټ كښې به بلاول ما ته دار انكل ويل٬ بلاول وېره لري چې كه مونږ كامياب شو نو راتلونكو 15٬20 كالو كښې به مونږ موقع ترلاسه نه کړو.