اسراییلو د لبنان پر جنوبي سیمو د ځمکني برید لپاره تیاری پیل کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
اسراییلو د لبنان پر جنوبي سیمو د ځمکني برید لپاره تیاری پیل کړ.
د اسرائیلو د رپوټونو له مخې صهیونیسټي ځواکونه د اسرائیلو او لبنان پولې ته په لویه پیمانه اکمالات انتقالوي، دوهم پړاو به د اسرائیلو او حزب الله ترمینځ جګړه وي.
د I24 نیوز د راپور له مخې، که ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي، اسراییل به د لبنان په جنوبي برخه برید وکړي او هڅه وکړي چې حزب الله د لیتاني سیند څخه لیرې کړي.
د راپورونو له مخې حزب الله څه باندې یوه میاشت وړاندې اوربند رد کړ او په منظم ډول د اسرائیلو په شمال کې د اسرائیلو پوځي تاسیسات په نښه کوي.






