د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي سيکرټري احسن اقبال د مريم نواز او حمزه شهباز لخوا د 200 او 300 يونټ مفت بجلي ورکولو دعوې بې بنياده او ناقابل عمل بللي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي سيکرټري احسن اقبال د مريم نواز او حمزه شهباز لخوا د 200 او 300 يونټ مفت بجلي ورکولو دعوې بې بنياده او ناقابل عمل بللي دي.
د جيو نيوز په پروګرام نوي پاکستان کې له احسن اقبال څخه پوښتنه شوې وه چې مريم نواز او حمزه شهباز په جلسو کې د 200 څخه تر 300 يونټ وړيا بجلي ورکولو اعلان کړې وو نو په منشور کې د دې ذکر ولې نه دی شوی؟
احسن اقبال په ځواب کې اوویل چې د وړیا برېښنا ورکول یوه هیله کېدای شي خو په منشور کې داسې څه شامل نه دي چې عمل پرې نه کېږي.
ياده دې وي چې پاکستان مسلم ليګ (ن) تېره ورځ خپل انتخابي منشور “پاکستان کو نواز دو” اعلان کړ.






