د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پر پاکستان غږ کړی چې د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام سربیره د بې وزلو لپاره ټولنیز پروګرامونه هم پرمخ بوځي

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پر پاکستان غږ کړی چې د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام سربیره د بې وزلو لپاره ټولنیز پروګرامونه هم پرمخ بوځي.
IMF وايي پاکستان باید د کمزورو طبقو لپاره د ټولنیز امنیت نور ګامونه پورته کړي او پاکستان باید د ټولنیزو پروګرامونو د چلولو لپاره دوامداره هڅې وکړي، د کمزورو طبقو لپاره د خوندي بریښنا او ګازو نرخ سلیبونه باید دوام ومومي.
د IMF په وینا، د روغتیا او تعلیم لګښتونو هدف د روان مالي کال په سپټمبر میاشت کې پوره شوی و، خو سرپرست حکومت د محدود ظرفیت له امله د دسمبر تر پایه هدف پوره نه کړای شو او منتخب حکومت د مالي کال تر پایه د ټولنیز امنیت لګښتونو ته دوام ورکړ.
د پیسو نړیوال صندوق په وینا، BISP د بیړنیو مرستو پروګرام دی چې له غوره میکانیزم سره لري، خو د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام اداري جوړښت ښه کولو ته اړتیا لري، د ویش میکانیزم ښه کولو او د پروګرام شفافیت ته اړتیا ده.





