د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ګورننګ بورډ جوړ کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ګورننګ بورډ جوړ کړی دی.
د پي سي بي له مخې ګورننګ بورډ د اساسي قانون له مخې جوړ شوی چې مصطفی رمدي او محسن نقوي د سرپرستانو نومول شوي استازي دي.
په ګورننګ بورډ کښې د آزاد جمو کشمیر او دیره مراد جمالی استازی هم وو.
د دې نه علاوه لاڑکانہ او بهاولپور ریجنز هم د ګورننګ بورډ برخه دي چې پکښې سوئي ناردرن ګیس، سټیټ بینک، غني ګلاس او پي ټي وي ډیپارټمنټونه هم شامل دي.
د پي سي بي له مخې د بين الصوبائي رابطو وزارت سيكرټري به نان ووټ ممبر وي۔