پيپلز پارټۍ د عوامي اقتصادي تړون په نوم انتخابي منشور جاري کړو

0
195

باغی ټي وي رپورټ
پيپلز پارټۍ د عوامي اقتصادي تړون په نوم انتخابي منشور جاري کړو.

د پيپلز ګوند د انتخابي منشور له مخې به د مزدورانو حقيقي عايد دوه چنده كولې شي، بې وزلو، بې كوره او مزدورانو ته به د استوګنې كورونه وركړې شي او د لوږې ختمولو پروګرام به پېل كړې شي۔

دپيپلز پارټۍ په انتخابي منشور کې وئيل شوي دي چې سکولونو ته تلونکو ټولو ماشومانو ته به وړيا خواړه ورکول کيږي، دځوانانو کارډ به جاري کيږي چې پکې به تعليم يافته ځوانانو او ښځو ته ديو کال وظيفه ورکول کيږي.
منشور کښې وئيلي شوي دي چې خلق به نه صرف د مزدور کارډ په ذريعه د خپلو ماشومانو د سکولونو فيسونه ادا کولې شي بلکه د خپل ځان او خپلو خاندانونو لپاره به صحت بيمه هم ترلاسه کولے شي او د مزدور کارډ په ذريعه به خلقو ته د بوډاګانو فائدې هم ميلاو شي۔

د پيپلز پارټۍ منشور له مخې به هري کسان کارډ هم جاري کوي، ډي اے پي او يوريا سرې باندې سبسډي به د هاري کارډ له لارې ورکول کيږي او د فصل بيمه به وي.

د پيپلز پارټۍ د انتخابي منشور له مخې به بې وزله زنانو ته د واصله حق پروګرام له لارې وړې قرضې ورکولې شي، هر مستحق ماشوم ته به د وصيله تعليم له لارې مالي مرسته ورکول کيږي او مالي مرسته به په دې شرط وي چې د مرستې ترلاسه کوونکي ماشوم سکول کښې لږترلږه 70٪ حاضري وي.

Leave a reply