د عمران خان او قاضي تر منځ د لفظي شخړو تبادله شوې او شاه محمود فایل په هوا کې وغورځوله

0
183

باغي ټي وي رپورټ
اډياله جېل کې د سېفري مقدمې اورېدنې پر مهال د عمران خان او قاضي تر منځ د لفظي شخړو تبادله وشوه او شاه محمود فایل په هوا کې وغورځوله.

د راولپنډۍ په اډياله جيل کې د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات د سيفري کېس اورېدنه وکړه چې په ترڅ کې يې د عمران خان د وکيلانو د نه حاضرېدو له امله په کېس کې د ګواهانو د بيانونو جرح شروع نه شوه.

د عدالت په حکم عمران خان او شاه محمود ته د حکومت لخوا ورکړل شوي وکيلان عدالت ته حاضر شول چې په ترڅ کې دواړو د حکومت لخوا د ورکړل شوو وکيلانو په پاکوالي د بې باورۍ څرګندونه وکړه.
د اورېدنې پر مهال د عمران خان او د ځانګړې محکمې د قاضي تر منځ ډېرې ترخې خبرې وشوې او شاه محمود د حکومت له لوري د ورکړل شوي وکيل دوسيه په هوا کې وغورځوله.

عمران خان له قاضي القضات سره په خبرو کې وويل چې په کومو وکيلانو باور نه لرو هغه به زموږ استازيتوب کوي، قاضي صاحب دا څه ټوکه ده؟ زه له دریو میاشتو راهیسې وایم چې له اوریدنې مخکې باید له وکیلانو سره د لیدو اجازه ورکړل شي، له پرله پسې غوښتنو سره سره بیا هم له وکیلانو سره د مشورې اجازه نه ورکول کېږي، که د مشورې اجازه ورنکړل شي نو قضیه به څنګه پرمخ ځي؟

Leave a reply