کوهاټ کښې د آیس نشه کوونکې خپل پلار،ښځه وژلي

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې خبر خپور شوې دې چې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کښې د پایا په سیمه کښې یو نشه د خپل خاندان غړي په ډزو وژلي دي.
د رپورټ مطابق کوهاټ سرښار په پایا سیمه کښي په نشه ی موادو روږدي تن خپل پلار، ميرمن او لور په ډزو وژلي دي۔ ويل کيږي چې وژل شوي کسان په خپل کور کښې اوده وو چې دې تن پرې ډزې وکړې .
د راپور مطابق کله چې پوليس د پېښې ځای ته ورسېدل، نو ډزې کوونکې تښتېدلي وو، د ځايي خلکو مطابق په ډزو کولو تورن کس د آیس په نشه او نورو بېلابېلو نشه يي توکو روږدې وو .
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې په پیښور کښې پولیسو په ډیر لوی مقدار کښې د آیس نشه ی توکي نیولی وو او یو افغان چې په دې نشه یی توکو په جوړولو کښې تورن وو نیولې وو، نن هم په ضلع خیبر کښې پولیس یو تن د ۷۰ کلوګرام چرسو سره نیولې دې.





