د باران په اړه ښه زیرې، لويديځ بادونه چې د بارانونو لامل ګرځي د نن شپې څخه به د هېواد لوېديځو سيمو ته ننوځي

0
117

باغی ټي وي رپورټ
لويديځ بادونه چې د بارانونو لامل ګرځي د نن شپې څخه به د هېواد لوېديځو سيمو ته ننوځي.

د موسمیاتو محکمی د اوږدې وچې موسم نه پس خوشخبری اعلان کړې ده چې د باران له وجې غربی هوا به د جنورۍ تر 31مې نیټې پورې په لوړو سیمو پاتې وی.

بلخوا اسلام آباد، پنجاب، خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دے.
د یکشنبې او دوشنبې په ورځ به د کوئټې، ژوب، زیارت، چمن، بارکان او مکران په ساحلي سیمو کې د باران او په غرونو د واوره وریدو امکان وي ولې د سندهـ په زیاتره برخو کې به موسم یخ او وچ وي. په اپر سند کې د اورښت امکان شته.

د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال په كراچۍ كښې د شپې په مهال موسم خشك او يخ پاتې كېدو امکان دې٬ په ښار كښې د حرارت درجه 14 درجې سينټي ګريډ ريكارډ كړې شوې۔

د موسمیاتو محکمی وینا ده چی نن به په ښار کښي لږ تر لږه تودوخه د 13 نه تر 15 درجو پوری او اعظمی تودوخه به د 26 نه تر 28 درجو پوری وی.

په قاید ښار کې د رطوبت تناسب ۵۸ سلنه او د باد سرعت له شمال ختیځ څخه ۸ کیلومتره ساعت دی. د موسم محکمې په راپور کښې دا هم ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا په لوړو سیمو کښې هم د باران او واورې وریدلو امکان شته.

Leave a reply