د ټي ټي پي یو تن هم د حقانیه مدرسې څخه نه دې فارغ شوې: مولانا حامد الحق

0
194

باغي ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق ګروپ) مرکزي مشر مولانا حامدالحق په یو ځانګړې مرکه کښې ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان یو غړې هم د دارالعلوم حقانیه مدرسې نه نه دې فارغ شوي.

دا خبرې هغه خبریال رفعت االله اورکزي سره په یو ځانګړې د ټي وي مرکه کښې کړي دي او ویلي ی دې چې د تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان طالبان یو نه شي کیدې ځکه ددوی په سوچ او نظریه کښې ډیر توپیر دې.
د یادونې ده چې کله چې په پاکستان کښې او د په قبایلی سیمو کښې د ټي ټي پي په ضد پاکستاني ځواکونو عملیات وکړل نو د دې ګروپ سرتیري،مشرانو او نور غړي ګاونډي هیواد افغانستان ته کډه شول او د پاکستان چارواکو مطابق د ګاونډی هیواد نه ی په پاکستان کښې بریدونه پیل کړل.
د پاکستان چارواکو مطابق په پیښور کښې په ۱۶ دسمبر کال ۲۰۱۴ کښې د پیښور په آرمي پبلک سکول برید هم د افغانستان نه پلان شوې وو، په دې برید کښې تر ۱۵۰ نه زیات زده کوونکې ماشومان او استاذان وژل شوي وو.

Leave a reply