په ضلع خیبر کښې د چرسو سمګلران نیول شي

0
108

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې د ځای پولیس اهلکارو رسنیو له خبر ورکړې دې چې په سیمه کښې ی د نشه ی توکو قاچاقبران نیولی دي .

د پولیسو د معلوماتو ترمخه دوی سره ۷۰ اویا کلوګرام چرس هم نیول شوي دي، نیول شوي کسان د باړه تحصیل پولیس تهانې ته وړل شوي او په جیل کښې بند کړې شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو ترمخه د نیول شوو کسانو نه پلټنې روانې دي. یاده دې وی چې ضلع خیبر کښې تحصیل باړه او لنډیکوتل د افغانستان سره پوله لری او دې علاقو ته د افغانستان نه په لوی مقدار کښې نشه ی توکي راوړل کیږي او بیا د پاکستان بیله بیلو سیمو ته سمګل کولې شي.
د ضلع خیبر سیمې ځایی ځوانان ، د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو د خیبر پولیسو د نشه توکو سمګلرانو په ضد د کاروایی کولو ستاینه کړې ده او غوښتنه ی کړې ده چې په سیمه کښې دې د مخادره موادو کارکوونکو او جوړونکو په ضد سخت ګامونه پورته کړې شي چې دې سیمو نه د نشه توکو کارکوونکي ختم شی او ددې سیمو خلق د نشې لعنت نه بچ شي.

Leave a reply