پيپلز پارټي د سندهـ خلقو له ترقي ور نه کړه او په سندهـ کښې ی بهټو هم راژوندې نه کړو نو اوس په بلوچستان کښې د بهټو د راژوندي کولو هڅې ی پیل کړي دي: اخترمینګل

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل وئيلي دي چې پيپلز پارټي د سندهـ خلقو له ترقي ور نه کړه او په سندهـ کښې ی بهټو هم راژوندې نه کړو نو اوس په بلوچستان کښې د بهټو د راژوندي کولو هڅې ی پیل کړي دي.

په مستونګ کې يوې جلسې ته په وينا کې اختر مينګل وويل په بلوچستان کې په پينځوؤ زرو کې دخلکو ضمير اخستلو هڅه کيږي اؤ دلته پاک سياست تباه کيږي.

هغه وويل بلوڅ ملت دې د فرورۍ د اتمې په ټولټاکنو کې د وجدان دغه پيرودونکي ته د مخامخ ځواب په ورکولو سره رد کړي.

اختر مينګل وويل دبلوچستان ستونزې به دحقوقو په پيژندلو پرته حل نۀ شي.

Leave a reply