د فلسطین د نسل وژنې په اړه د عدالت د نړیوالې محکمې د پرېکړې په اړه د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی

0
200

باغی ټي وي رپورټ
د فلسطین د نسل وژنې په اړه د عدالت د نړیوالې محکمې د پرېکړې په اړه د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د عدالت نړیوالې محکمې اسراییلو ته امر کړی چې په غزه کې د نسل وژنې د اعمالو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د خارجه دفتر د وياند له مخې د انصاف نړيوالې محكمې اسرائيلو ته امر كړے چې فلسطينيانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره موثر اقدامات وكړي۔
د خارجه دفتر ویاند زیاته کړه چې د غزې د خلکو د کړاوونو ختمولو لپاره سمدستي او غیر مشروط اوربند ته اړتیا ده، اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې د فلسطیني ولس په خلاف په پوځي تیریو او جنایتونو بوخت دی.

د خارجه دفتر وياند له مخې د انصاف د نړيوالې محكمې دا فيصله د فلسطينيانو لپاره د انصاف ترلاسه كولو لپاره يو مهم ګام ګڼل كېږي، پاكستان د انصاف د نړيوالې محكمې د پرېكړې د بشپړې او موثرې عمل كولو غوښتنه كوي۔

د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاکستان د انصاف په نړيوال عدالت کښې د اسرائيل خلاف د جنوبي افريقې لخوا دائر کړې شوې درخواست ملاتړ کوي۔

Leave a reply