پاکستان پيپلز پارټي د غريبانو په خدمت باور لري، صحت او روزګار زمونږ اول ترجيح ده: آصفه بوټو زرداري

باغی تي وي ربورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشرې آصفه بهټو زرداري وئيلي دي چې د پاکستان پيپلز پارټي د غريبانو په خدمت باور لري، صحت او روزګار زمونږ اول ترجيح ده۔
د کراچۍ په چنيسر گوټ کې د ښځو يوې غونډې ته په وينا کې آصفه بوټو وويل چې په سندهـ کې د مفت علاج سهولت په بل صوبه کې نشته.
هغه وويل صحت دپيپلز پارټۍ لمړۍ ترجيح ده اؤ پيپلز پارټۍ په سندهـ کې دتعليم، روزګار اؤ ټرانسپورټ پشمول هر هغه څه کړي دي چې خلکو ته يې ګټه رسيږي.
په خپله وينا کې آصفه بهټو دا هوډ څرگند کړو چې په عامو انتخاباتو کې پيپلز پارټۍ ته په ووټ ورکولو سره بلاول وزيراعظم جوړ کړو، مونږ به په ګډه د پاکستان تقدير بدل کړو، د فرورۍ په اتمه به عوام او پيپلز پارټي ګټونکي شي.






