د پاکستان مسلم ليګ نون جنرل سيکرټري احسن اقبال هم د آزادو کانديدانو د خرڅيدو وېره څرګنده کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ نون جنرل سيکرټري احسن اقبال هم د آزادو کانديدانو د خرڅيدو وېره څرګنده کړې ده.
د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې هغه وويل آزاد اميدوار ته د ووټ ورکولو مطلب دا دے چې هغه به د خپلو رايو تجارت کوي، که تقسيم شوې پارليمنټ وټاکل شي نو د پاکستان لپاره به يو بحران وي.
ده ووئيل چې خلق په دې متفق دي چې مسلم ليګ (ن) هغه ګوند دے چې د لوډشيډنګ نه يې خلاصون ترلاسه كړو او د سي پېك منصوبه يې راوړه، پنجاب كښې د شهباز شريف لس كاله دوره ده۔
هغه وويل خلک غواړي چې دترقۍ دغه نمونه بيرته راولي، زمونږ دوزيراعظم کانديد نواز شريف دى، هغه به په پنجاب کې سل چوکۍ ترلاسه کوي اؤ په نورو صوبو کې به د اتحاديانو څخه دبدلون گټه اخلي.
احسن اقبال وئيلي دي چې کوم سياسي ګوند چې د قائداعظم کور سوزولې، زمونږ د اتلانو تصويرونه يې خراب کړل، خلکو له هغه سياسي ګوند نه نفرت کړی دی.





