پاکستان موږ جوړ کړی، موږ به یې چلوو، هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ازادي واخلي: ایم کیو ایم

باغی ټي وي رپورټ
د متحده قومي موومنټ پاکستان کنوینر خالد مقبول صدیقي وايي، پاکستان موږ جوړ کړی، موږ به یې چلوو، هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ازادي واخلي.
په نوابشاه کې د ایم کیو ایم پاکستان ورکرز کنونشن ته په خطاب کې نوموړي وویل ستاسو د حقونو او راتلونکي لپاره یوازې دولس ورځې پاتې دي.
ده ووئيل بلدياتي انتخاباتو كښې د اېم كيو اېم مېډېټ واخستل شو، مونږ به هيچا ته اجازه ور نه كړو چې زمونږ ازادي ترې واخلي، مونږ غواړو چې د پاكستان ټول قامونه له ځانه سره يوو
ده ووئيل ایم کیو ایم پاکستان غواړي چې هېواد د زردارانو او جاګیردارانو نه خلاص کړي نو د فرورۍ په اتمه به د پولنګ سټېشنو نه ووځي.
بل خوا په کراچۍ کې د وينا پر مهال فيصل سبزواري ادعا وکړه چې پيپلز ګوند سندهي پيپلز پارټي شوې ده.
بلخوا مصطفی کمال قادري هاؤس کې د سني تحريک صدر ثروت اعجاز قادري سره ليدلي او د انتخابي اتحاد په اړه يې خبرې کړي دي.
مصطفی کمال وويل که دپيپلز پارټۍ حکومت راشي نو ټول پاکستان به د سندهـ په شان شي.






