پر غزې د اسرائیلي پوځیانو وحشیانه بمبارۍ دوام لري چې له امله یې تر ۲۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي

0
154

باغي ټي وي رپورټ
پر غزې د اسرائیلي پوځیانو وحشیانه بمبارۍ دوام لري چې له امله یې تر ۲۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسراییلو په غزه کې د استوګنې پر سیمو بمبار کړی چې سلګونه فلسطینیان یې وژلي، په داسې حال کې چې اسراییلي پوځ هم د مرستو په تمه پر فلسطینیانو ډزې کړي دي.

د بله پلوه د فلسطیني مقاومت په بریدونو کې ګڼ شمیر اسراییلي عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر ټانکونه او بلدوزرونه هم ویجاړ شوي دي.
له بلې خوا په غزه کې د سولې د سپين بيرغ په نيولو د فلسطينيانو شهادت د بريتانيا د پارلمان د غړي له خوا جنګي جنايت وباله.

د بريتانيا د پاکستان د پارلمان غړي افضل خان په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره په پارلمان کې عريضه وړاندې کړه او ويې ويل چې ټول يرغمل شوي کسان بايد ژر تر ژره خوشې شي.

د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو په بريدونو كې تر ۲۵ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان شوي، چې ډېرى يې ماشومان او ښځې دي.

Leave a reply