سپريم کورټ د پي ټي آئي صدر پرويز الهي ته په انتخاباتو کښې د ګډون اجازه ورکړې ده۔

0
31

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د پي ټي آئي صدر پرويز الهي ته په انتخاباتو کښې د ګډون اجازه ورکړې ده۔

د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ درې کسيزه بنچ د پرويز الهي د نامزدګۍ کاغذونو ردولو خلاف د اپيل اورېدنه وکړه چې په مهال د پروېز الهي وکيل احسان کھوکھر دليل ورکړو چې مونږ د انتخاباتو ځنډول نه غواړو، زما موکل پي پي 32 ګجرات ته نقل کړو. په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

عدالت پوښتنه وکړه چې د لس مرلې پلاټ کاغذ ته څنګه رسېدلے شو؟وکيل وويل چې د لس مرلې پلاټ سند د پټوارې نه ترلاسه شوی دی.

جسټس اطهر وویل: ایا ته دا خبره کول غواړې؟جسټس اطهر وويل، تاسو ويل غواړئ چې نگران حکومت په دې کې لاس لري؟

د اورېدنې په مهال عدالت وويل ووټران دې د ووټ حق نه محروم کړل شي، د رېټرننګ افسر ذمه واري ده چې اسانتياوې برابرې کړي او په انتخاباتو کې خنډ نه جوړوي، عجيبه خبره ده چې دا ټول د همدې سياسي ګوند سره کېږي. دا د خلکو شاملولو معنی لري، نه اخراج.

عدالت منصور وويل، د اساسي قانون ١٧مه ماده وايي، له معقولو دلايلو پرته هېڅوک د ټاکنو مخه نه شي نيولى. محکمې د پروېز الهي استيناف غوښتنه ومنله او د کانديدانو د نوم ليکنې د ردولو پرېکړه يې باطله اعلان کړه او په راى پاڼو کې يې د پرويز الهي د نوم او انتخابي نښان د چاپولو لارښوونه وکړه.

Leave a reply