په ملک کې د عامو انتخاباتو دپاره د الیکشن کمیشن تیاریانې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي

باغی ټی وي رپورټ
په ملک کې د عامو انتخاباتو دپاره د الیکشن کمیشن تیاریانې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.
اليکشن کميشن د عامو انتخاباتو لپاره د مجسټريټ اختيارات ضلعي ريټرننګ افسرانو او ريټرننګ افسرانو ته ورکړي دي۔
اليکشن کميشن ډي آر اوز او آر اوز ته د اختياراتو ورکولو نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے۔
تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت د عامو انتخاباتو په مهال د پوځ او ملکي ځواکونو د تعیناتو نوټیفیکیشن جاري کړی وو.
د نوټيفيکيشن ترمخه پوځ او سول آرمډ فورسز به د سکيورټي لپاره د کويک رسپانس فورس په توګه ګمارل کيږي، دا تعينات به د 5 نه تر 12 فرورۍ 2024 پورې وي.
بلخوا اليکشن کميشن د پاکستان فوځ او سول آرمډ فورسز د انتخاباتو لپاره ضابطه اخلاق هم جاري کړي دي۔
د ضابطه اخلاق له مخې به پولیس لومړی او ملکي وسله وال ځواکونه او د پاکستان پوځ به د ثانوي او منځنۍ کچې مسوولیت لري، د پاکستان پوځ به یوازې له حساسو مرکزونو بهر وي.






