د پاکستان تحریک انصاف مشران او ځوانان دوی سره یو ځای شوي ځکه دا اولس پوهه شوې چې خدمت څوک کوي،تاج محمد آفریدي

نصیب شاه شینواري
مونږ د لنډي کوتل پریس کلب ژورنالیستانو مثبت رول ته د قدر په نظر ګورو، مونږ له افغانستان سره د ورورولې اړیکو او سوداګرۍ په پراختیا کې د لندی کوتل پریس کلب د ژورنالیستانو د فعال رول هم ستاینه کوو. الحاج تاج محمد اپریدی.
په لنډي کوتل پريس کلب کښې د کال ۲۰۲۴ نوې منتخب شوي کابينې د سوګند پورته کولو دستوره وشوه چې پکې منتخب صدر شاه رحمان شينواري، د هغه د کابينې غړو او ګورننګ باډي غړو د کال 2024م لپاره سوګند پورته کړو. پخواني صوبایی وزیر ، سینیټر تاج محمد اپریدی د لنډي کوتل پریس کلب نوې کابینې څخه سوګندو واخستو.
جنرل سيکرټري عمر شينواري، نائب صدر پرويز افريدي، مالياتي سيکرټري شاهد علي اپريدي او د ګورننګ باډي ٧ غړو پشمول اشرف الدين پيرزاده، شاهد شينواري، عطاء الله اپريدي، اسدالله، نورست خان، امين الحق او کامران شينواري حلف پورته کړو.
د سوګند پورته کولو په مراسمو کې پخوانی صوبايي وزیر او سینیټر الحاج تاج محمد آفریدي مشر مېلمه وو، چا چې د کابینې نه سوګند واخستو.په دې مراسمو کې د لنډې کوتل پریس کلب ګڼ شمېر خبریالانو هم ګډون وکړ.
مشر مېلمه الحاج تاج محمد اپريدي په خپلو خبرو کې وويل چې ژورناليزم،صحافت د ریاست څلورمه ستن ده. ه، په خبریالانو ی غږ وکړو چ د ژورناليزم د اصولو په رعايتولو سره خپله انرژي د ولس د خدمت او ملي ثبات لپاره مصرف کړئ او هغه څوک چې د ولس خدمت کوي د ولس په وړاندې ی راولې چې اولس پوهه شی چې په حقیقت کښې د دوی خیرخواهان څوک دي.

هغه وويل، چې د سولې د ټينګښت او په ځانګړې توګه له افغانستان سره د ورورولې اړيکې او د تورخم پر پوله د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې د لندې کوتل پريس کلب د خبريالانو رول د چانه پت نه دې او ددې سیمې خبریالانو هروخت د اولس ستونزې را اوچتولو په لړ کښې مهم رول لوبولې دې.
رسنیو ته ی دا هم اوویل چې ددوی په کاروان او مسلم لیګ ن ګوند کښې یو شمیر د پی ټي آیی مشران او ځوانانو دوی سره ګډون کړې دې او ددوی په کاروان کښې شامل شوي دي، اپریدی اوویل چې وس حلق پوهه شوي دي چې خدمت څوک کوي نو ځکه دوی په الحاج کاروان او پاکستان مسلم لیګ ن کښې شامل شوي دي.

د لنډي کوتل پریس کلب صدر شاه رحمان شینواري تاج محمد اپریدي ته د خبریالانو ستونزې ور په ګوته کړي او د سوګند پورته کولو په دې مراسمو کښې د ضم قبایلي سیمو یونین ټي یو جې صدر قاضی فضل لله مشرمیلمه تاج محمد اپریدی ته قلم ډالۍ وړاندې کړه چې روسته بیا مشر میلمه د قلم په ډالۍ کولو د خبریالانو ستاینه وکړه .






