په ملتان کې د جاويد هاشمي په کور کې د پاکستان تحريک انصاف ورکرز کنونشن په مهال د پوليسو د چاپې او نيولو په اړه د پوليس دريځ مخې ته راغلی دی

0
81

باغی ټي وي رپورټ
په ملتان کې د جاويد هاشمي په کور کې د پاکستان تحريک انصاف ورکرز کنونشن په مهال د پوليسو د چاپې او نيولو په اړه د پوليس دريځ مخې ته راغلی دی.

سي پي او ملتان صادق علي ډوګر وئيلي دي چې تحريک انصاف د کوم ورکرز کنونشن لپاره اجازت نه دې اخيستې ولې په ټول پنجاب کښې د آرټيکل 144 لاندې د کنونشنونو او غونډو لپاره مخکې اجازت اخستل پکار دي۔

ده ووئيل د پي ټي آئي لخوا د اجازې نه بغير د كنونشن كولو په تور نيول شوي وو۔

ياده دي وي چي سينئر سياستدان جاويد هاشمي تور لګولي وو چي ملتان کښي په خپل کور کښي د پي ټي آئي لخوا يو ورکرز کنونشن منعقد کړے شوي وو چي پکښي پوليس چاپه وهلي او تر 70 نه زيات کسان ئي نيولي دي۔

د جاويد هاشمي په وينا پوليسو د هغه زوى د پي ټي ائي اميدوار زاهد بهار هاشمي هم نيولى او د کور نوکران او د کور دروازې يې هم ماتې کړې دي.

Leave a reply