بلوچستان کښې د ژوند ژغورونکي درملو د کمښت ستونزه ډیره سخته شوې، د درملو د کمښت له امله ناروغان له ستونزو سره مخ دي

0
81

باغی ټي وي ربورټ
د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د ژوند ژغورونکي درملو د کمښت ستونزه ډیره سخته شوې، د درملو د کمښت له امله ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د بازار د سرچينو ترمخه د کوټې په شمول د بلوچستان په بازارونو کې د ژوند ژغورونکې دواګانې موجودې دي، په دغو دوايانو کې انجيو پلاسټي، د زړه په ناروغيو کې استعمالېدونکي انجکشنونه، د مرغۍ، د معدې په ناروغيو او د فوډ پوائزننګ کې استعمالېدونکي ګولۍ نشته.

د دې ترڅنګ په سټي سکن کې کارول شوی انجکشن هم له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د درملو له بازار څخه ورک دی.

ناروغان او د هغوی خپلوان وايي، د ژوند ژغورونکي درمل نه لري او په طبي پلورنځیو کې شته درمل په لوړه بیه پلورل کېږي.

د بازار د سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې د نشه يي توکو بيې ٤٠ سلنه لوړې شوې دي.

ښاريانو له ولايتي ادارې او روغتيا رياست څخه غوښتنه کړې، چې د درملو د نه شتون او د بيو د لوړوالي په اړه دې جدي پاملرنه وکړي.

Leave a reply