امریکا مخکې هم د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت ایران ته د ترهګرۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو: امریکا

0
74

باغی ټي وي رپورټ
امریکايي چارواکي وايي، امریکا مخکې هم د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت ایران ته د ترهګرۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا د خصوصي سرچینو له لارې ایران ته د ترهګرۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و، د امریکا حکومت له اوږدې مودې راهیسې د خبرداري پالیسي ترسره کړې وه.

امریکايي چارواکي ویلي چې دا د امریکا پالیسي ده چې حکومتونو ته د احتمالي وژونکو ګواښونو خبرداری ورکوي، په تروریستي بریدونو کې د بې ګناه خلکو د ژوند ژغورلو لپاره جزوي اخطارونه ورکول کیږي.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د ايران په کرمان ښار کې په دوو چاودنو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي وو.

د ایران د سپاه پاسداران جنرال قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت د هغه مقبرې ته څېرمه د هدیرې په دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډکې دوه کڅوړې ځای پر ځای شوې وې.

ایراني رسنیو ویلي، چې له لومړۍ چاودنې وروسته د ګڼې ګوڼې په ترڅ کې خلک ټپیان شوي هم دي، له چاودنې وروسته په ټول ښار کې امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

Leave a reply