د دغه حکومت غړي د خپلو راتلونکو وظیفو په پخولو کښې بوخت دي: رضا رباني
باغی ټي وي رپورټ
د سېنېټ پخواني مشر ميا رضا رباني په نګران حکومت نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د دغه حکومت غړي د خپلو راتلونکو وظیفو په پخولو کښې بوخت دي.
خپل يو بيان کښې رضا رباني وئيلي دي چې د پنجاب نګران وزيراعلې د پي سي بي د مشر په توګه د ځان لپاره د کار بندوبست کړې دې۔
ده ووئيل د خزانې سرپرست وزير شمشاد اختر د درې كالو لپاره د سوئي سدرن ګېس شركت د بورډ آف ډائريكټر په توګه نومولې دې۔ شمشاد اختر تر دې وړاندې د مالیې د وزیر ترڅنګ په موقته توګه هم دنده ترسره کوله.
رضا رباني وويل دخزانې دوزير ټاکنه دکمپنيز ايکټ اؤ ايس او اي ايکټ خلاف ورزي ده، ښکاره خبره ده چې اوس سرپرستان په کرسۍ قبضه کوونکي شوي دي.
محسن نقوي د پي سي بي منيجمنټ کميټي مشر ټاکلي شوي دي. ياده دې وي چې محسن نقوي د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) منيجمنټ کميټې د چيئرمين په توګه د ټاکلو منظوري ورکړې شوې وه
محسن نقوي دا مهال د پنجاب نګران اعلی وزیر هم دی.