ایران افغانستان ته د تیلو صادرات شروع کړل

0
246

باغي ټي وي رپورټ
د افغاستان ګاونډي هیواد ایرن افغانستان ته د تیلو صادرات یو ځل بیا شروع کړي، په ورځپانړه مشرق کښې د این این آی یو بیان شایع شوې چې پکښې ویل شوی چې ایران د طالبانو په درخواست باندې دې هیواد ته د ګیسو لین او ګیس آیل صادرات بیا شروع کړي.
په ایران کښې د تیلو د تجارت یونین مشرانو ویلي چې د طالبانو د تیل صادراتو شروع کولو درخواست کړې وو. د یونین ترجمان وای چې طالبانو د ایران تیل په صادرولو باندې ټیکس ۷۰ اویا فیصده کم کړې دې.

د ایران حکومت دغه فیصله سوداګرو او عام خلقو ډیره ستایلې او ویلی دې چې د تیل صادرولو سره به د افغانستان او ایران ترمینځ ښه تجارتي تعلقات جوړ شي او د دواړو ملکونو په اقتصاد به ډیر ښه اثر وشي.
یاده دې وی چې پاکستان ،ایران او افغانستان درې ګاونډی هیوادونه دي ، ایران په ټوله دنیا کښې د تیلو لوی ذخیرې لری، که چرې افغانستان ته د ایران تیلو صادرات شروع شی نو دې سره به د دواړو ملکونو په معیشت باندې ښه اثر شي.

Leave a reply